افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د وزارت وزیر نور جلال جلالي سعودي عربستان ته د سفر په جریان کې د پاچا سلمان بشري بنسټ له مشر عبدالله ربیعه سره ولیدل.
د عامې روغتیا وزیر د افغانستان د روغتیا سکتور سره د بنسټ د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
په دې غونډه کې د سعودي عربستان د پاچا سلمان بنسټ له لوري افغانستان ته د بشري او پراختیایي مرستو د زیاتوالي په اړه بحث وشو.
نور جلال جلالي د ولسوالیو په کچه د نوي جوړ شوي روغتیايي مرکزونو د تجهیز غوښتنه هم وکړه او د پاچا سلمان بنسټ له مشر څخه یې وغوښتل چې د سرطان، زړه ستونزو او ساري ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د روغتیا سکتور سره مرسته او همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزیر د تېرې سې شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته سفر وکړ. د عامې روغتیا وزارت وویل چې دا سفر د سعودي عربستان په رسمي بلنه ترسره شو ترڅو د روغتیا همکارۍ پیاوړې شي او د دواړو هیوادونو ترمنځ تجربې شریکې شي.
د غونډې په جریان کې، نور جلال جلالي د پاچا سلمان بنسټ مشر او د سعودي روغتیا وزیر ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي.
د پاچا سلمان بنسټ په وروستیو میاشتو کې په کابل، ننګرهار، بلخ، کندهار او هرات ولایتونو کې د زرګونو سترګو ناروغانو درملنه کړې ده. دې بنسټ په ختیځ افغانستان کې د یوې ویجاړونکې زلزلې وروسته قربانیانو ته بشري مرستې هم واستولې.