افغان غږ خبری آژانس - کابل: په قرغزستان کې د افغانستان سفارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې په قرغزستان کې د اسلامي امارت سفیر مولوي عبدالشکور حقاني د کوربه هیواد کې د چین له سفیرې میرمن لیو جیانپینګ سره ولیدل.
په قرغزستان کې د افغانستان سفارت وویل چې دواړو خواوو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو، په سیمه کې د امنیتي وضعیت، د سیمه ییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
په قرغزستان کې د چین سفیر افغانستان په سیمه کې یو مهم او تاریخي هیواد وباله او ویې ویل چې د افغانستان ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې لپاره حیاتي اهمیت لري.
لیو جیانپینګ زیاته کړه چې چین غواړي له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې خپلې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.
چین له اسلامي امارت سره په ټولو برخو کې نږدې او جامع اړیکې لري.