فرانسې خبري اژانس وویل روسیې نن ځان دپارلمان دانتخاباتو لپاره چمتو کړی .
ددنیا په ترټولو ستر هیواد روسیې کښې دپارلمان انتخابات به نن ددغه هیوادپه لیرې پرتو ختیځو سیمو کښې پیل شي او یویشت ساعته وروسته به ختم شي .
دروسیې ولسمشر دیمیتري میدویدیف دمتحدې روسیه ګوند دفهرست مشرۍ کوي او نظر سنجیو ویلي دي که څه ولسمشر ډاډمن دی چې په پارلمان کښې خپل اکثریت وساتي خو له څو کلونو کلونو نفوذ وروسته دمتحدې روسیې ګوند نفوذ به لږ شان کم شي .
دروسیې ولسمشر میدویدیف پرون دخپل هیواد خلکو ته پیغام کښې دپارلمان انتخابات دډیموکراسۍ ترټولو ستر ورایښت وباله .
دویلو ده چې لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا دروسیې په پارلماني انتخاباتو کښې دلاسوهنې لپاره ډیر پلانونه جوړ کړي دي او د روسیې دانتخاباتو په اړه پروپاګنډې کوي .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)