دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 334206
تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه له ۸۰۰۰ څخه زیات کډوال هېواد ته راورسېدل
د کډوالو چارو عالي کمېسیون وايي چې په تېره ورځ (جمعه، د عقرب ۹مه) ۸۳۶۷ افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه د ټرانزیټي لارو له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو چارو عالي کمېسیون ویلي چې په تېره ورځ (جمعه، د عقرب ۹مه) ۷۹۴۵ افغان کډوال له پاکستان څخه د کندهار ولایت د سپین بولدک او د هلمند ولایت د بهرامچې (فرضي ډیورنډ کرښې) له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي. 
 
په دې موده کې، ۴۲۲ افغان کډوال له ایران څخه د هرات ولایت د اسلام کلا او د نیمروز ولایت د ورېښمو لارې له لارې راستانه شوي دي.
 
د کډوالو چارو عالي کمېسیون ویلي چې په تېره ورځ یې ۳۵۶۰ کسان په وړیا توګه خپلو سیمو ته لېږدولي دي.
 
کمېسیون ویلي چې ۱۲۵۲ راستنېدونکو کډوالو او ۱۱۱۵ سیم کارتونو ته یې مرستې وېشلي دي.
 
د کډوالو چارو عالي کمیسیون په تیره ورځ راستنیدونکو ته د مختلفو خدماتو وړاندې کولو مالي ارزښت ۱۸ میلیونه ۲۲۳ زره ۵۰۰ افغانیو اټکل کړی دی.
 
له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د راستنیدو او شړلو پروسه روانه ده.
https://avapress.net/vdcdzo0s9yt0sx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته