دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۴ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 334229
په خوست کې د ۱۵۵ ملیون افغانیو په ارزښت د ۷۷ مختلفو پرمختیایي پروژو بشپړیدل او ګټې اخیستنې ته سپارل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان وکړ چې د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵۵ ملیون افغانیو په ارزښت د ۷۷ مختلفو پرمختیایي پروژو کار بشپړ او عملي شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵۵ ملیون افغانیو په ارزښت د ۷۷ مختلفو پرمختیایي پروژو کار بشپړ او ولایتي حکومت ته سپارل شوی دی.
 
د بیان له مخې، په دې پروژو کې د کلیوالي سړکونو، استنادي دیوالونو، د اوبو لګولو کانالونو، د اوبو رسولو شبکو او پلچکونو جوړول شامل دي.
 
د یادونې وړ ده چې د دې پروژو د کار په جریان کې سلګونو کارګرانو ته دندې ورکړل شوې دي او د دوی په بشپړیدو سره به د ولسوالۍ د اوسیدونکو د چاپیریال ستونزې په اړوندو سکتورونو کې حل شي.
https://avapress.net/vdcir5ap3t1apr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته