افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، د نومبر لومړۍ) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې په تېره اونۍ کې یې په ټول هېواد کې د خپلو ۳۷ تعلیمي مرکزونو له لارې په مختلفو برخو کې ۵۱۲۱ زده کوونکو ته روزنه او عامه پوهاوی ورکړی دی، په شمول د تعلیم او روزنې، شخصي حفظ الصحې او چاپیریال، لومړنۍ مرستې او د پیښو په وړاندې د ځان ساتنې.
د یادونې وړ ده چې دوی پخوا په ټول هېواد کې سلګونو خلکو ته مختلف تعلیمي خدمات وړاندې کړي دي.