افغان غږ خبری آژانس: دا پیښې د کابل-کندهار په لویه لاره د مقر او خواجه عمري ولسوالیو په سیمو کې رامنځته شوې دي.
د چارواکو په وینا، د دې پیښو اصلي عوامل د موټر چلوونکو تیز رفتار، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړک خراب حالت وو.
ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لیږدول شوي او د یو شمیر یې حالت جدي ښودل شوی دی.
ځایی چارواکو له موټر چلوونکو څخه غوښتي چې د ترافیکي قوانینو په رعایتولو سره د داسې پیښو مخه ونیسي.