دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۴ ساعت ۱۹:۱۸
د مطلب کود : 334293
په پروان کې د غلا په تور د دوو ښځو په ګډون درې کسان نیول شوي دي
د پروان امنیه قوماندان وویل، د دوو ښځو په ګډون درې کسان د ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د استوګنې له یوه کور څخه د نغدو پیسو د غلا په تور نیول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: شکمن کسان د چاریکار ښار له لومړۍ امنیتي حوزې څخه نیول شوي دي.
 
د راپورونو له مخې شکمنو کسانو له یوه کور څخه شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې غلا کړې دي.
 
امنیتي چارواکو وویل چې نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو په ترڅ کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
 
چارواکو وویل چې د دوی قضیې د نورو څېړنو لپاره قضا ته سپارل شوي دي.
https://avapress.net/vdcjhxettuqet8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته