افغان غږ خبری آژانس - هرات: د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا انډر پاس د ۶۶۰ مترو په اوږدوالي او ۸ مترو په پلنوالي ډیزاین شوی او د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۶۵ ملیون افغانیو په ټولیز لګښت پلي کیږي.
د دې پروژې هدف د ښار په مرکز کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمول، د موټرو تګ راتګ اسانه کول او د ښاري زیربناوو ښه کول دي.
د هرات ښاروالۍ چارواکو هیله څرګنده کړې چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به د ښاریانو د ترافیکي ستونزو ځینې برخې کمې شي او ځمکه به د دوامداره ښاري پراختیا لپاره چمتو شي.