افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې دا پروسه په رسمي ډول د کابل ولایت د ځمکو په ریاست کې د وزارت د ځمکو د څانګې په چوکاټ کې د قبالو د ثبت او صادرولو ریاست لخوا پیل شوې ده.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د پرانیستې مراسم د ځمکو د ادارې د چارواکو په شتون کې ترسره شول، چې پکې د ځمکو د استملاک او بیا میشتیدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري، د کابل ولایت د ځمکو رییس مولوي عبدالباري شهاب، د قبالو د ثبت او صادرولو رییس مولوي همیم صادقي او د قبالو د څانګې یو شمیر کارمندانو ګډون کړی و.
د مراسمو په پیل کې، د ځمکو د استملاک او بیا میشتیدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري د برېښنايي قبالو د وېش د پروسې د پیل په اړه خبرې وکړې او دا اقدام یې د ځمکو د عمومي ریاست لخوا د هیواد د اتباعو د ملکیت د خوندي کولو او شتمنیو د ساتنې لپاره یو مهم او ارزښتناک ګام وباله.
عمري زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ وروسته، د ځینو ستونزو له امله، دا پروسه ودرول شوه، خو اوس، د قبالو د څانګې د چارواکو او کارمندانو په هڅو سره، بیا پیل شوې او له دې وروسته به برېښنايي قبالې په برېښنايي ډول خلکو ته وویشل شي.
په پای کې، برېښنايي قبالې په رسمي ډول یو شمیر هغو خلکو ته وویشل شوې چې اسناد یې بشپړ شوي وو.