دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 334367
په غزني کې د بهايي کانال پروژه د ۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه
د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان وکړ چې د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ د عباس خیلو په سیمه کې د بهايي کانال پروژه د وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د ۳ میلیونه ۸۱۲ زره افغانیو په لګښت بشپړه شوې او ۲۵۰ هکتاره کرنیزه ځمکه به یې د اوبو لاندې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ د عباس خیلو په سیمه کې د بهايي کانال پروژه د ۳ میلیونه ۸۱۲ زره ۵۶۹ افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده.

د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې پروژه کې د کانال هغه برخه چې پخوا د اوبو ضایع کېدله د ۲۵۰ مترو په اوږدوالي سره بیارغول شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژې کار د انرژۍ او اوبو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه او د غزني ولایت د انرژۍ او اوبو ریاست تر څارنې لاندې ترسره شوی دی. د دې پروژې په بشپړیدو سره به په سیمه کې ۲۵۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د دې کانال له اوبو څخه ګټه پورته کړي.
https://avapress.net/vdcb0abfzrhbffp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته