افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان کړی چې د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د چارواکو د څارنې وروسته د څمکنیو ولسوالۍ، شهر نو بازار او د ګردیز په مرکز کې د یو شمیر درملتونونو او خوراکي توکو عمده پلورونکو څخه، په لویه کچه غیر معیاري درمل او خواړه کشف او راټول شوي دي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دې څارنې په جریان کې، ۱۶۳ غیر معیاري درمل او ۳۸۰ کیلوګرامه تاریخ تېر خوراکي توکي له بازار څخه راټول شوي او د ویجاړولو لپاره د ولایت د عامې روغتیا ریاست مرکزي ګودام ته لیږدول شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د دې اقدام هدف د بې کیفیته درملو او خوراکي محصولاتو د رسولو مخنیوی او د خلکو روغتیا ساتل دي، او په دې برخه کې به څارنه په دوامداره توګه دوام ومومي.