افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د غور ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د خپرونو د څانګې مشر ذبیح الله غوث زاده،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د لعل او سرجنګل ولسوالیو په دانګ او واروه کلیو کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د پروژو کار پیل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې په دې پروژو کې د ۵۰ متر مکعب ظرفیت لرونکو دوو اوبو زیرمو جوړول، د ۱۲۰ نلونو جوړول او د ۱۳۵۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپ لاینونو غځول شامل دي، چې ټولټال به د ۶ ملیون افغانیو په لګښت او د غور ولایت د کلیوالي بیارغونې او پراختیا ریاست له لارې د ورلډ ویژن په مالي ملاتړ سره پلي شي.
د غوث زاده په وینا، د دې پروژو په بشپړیدو سره به د ځایي اوسیدونکو ۲۵۰ کورنۍ پاکو او صحي څښاک اوبو ته لاسرسی ولري، چې د ککړو اوبو له امله رامینځته کیدونکو ناروغیو کمولو او د خلکو د ژوند معیار ښه کولو کې به مهم رول ولوبوي.
ځایي اوسیدونکو هم د دې پروژو د پیل هرکلی وکړ او دا یې د متوازن پرمختګ او ټولنیز عدالت ترلاسه کولو لپاره یو اغیزمن ګام وباله. دوی د غور ولایت د کلیوالي بیارغونې او پراختیا ریاست او د ملګرو ادارو څخه د خلکو د اساسي اړتیاوو ته د پاملرنې له امله مننه وکړه.