دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۴ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 334400
په هرات کې د تکواندو "سولې او دوستۍ کپ" سیالۍ ترسره شوې
د هرات د بدني زده کړې او سپورت ریاست چارواکو اعلان وکړ چې د ITF تکواندو فدراسیون د "سولې او دوستۍ کپ" سیالۍ د ولایت د ۷ رسمي کلبونو څخه د ۶۵ لوبغاړو په ګډون سره ترسره شوې، او غوره لوبغاړو ته د مډالونو او سپورتي جایزو سره وستایل شول.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت د بدني زده کړې او سپورت ریاست مشر مفتي عبدالرحیم رحماني وویل چې دا سیالۍ د ITF تکواندو فدراسیون لخوا د هرات د بدني زده کړې او سپورت ریاست سره په همکارۍ د "سولې او دوستۍ کپ او د مخدره توکو په وړاندې مبارزه کې د ټولنیزو پروګرامونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې ترسره شوې.

هغه زیاته کړه چې په دې سیالیو کې، د هرات د ITF تکواندو د ۷ رسمي کلبونو څخه ۶۵ لوبغاړو د کوچنيانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو د عمر په کټګوریو او په مختلفو وزنونو کې سیالي وکړه.

د سیالیو په پای کې، غوره لوبغاړو ته د ITF تکواندو فدراسیون لخوا مډالونه، ستاینلیکونه او د سپورت جایزې ورکړل شوې.
https://avapress.net/vdcjyxetyuqetxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته