افغان غږ خبری آژانس - هرات: د نیمروز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مشر ملا محمد حق بشیر وویل چې دا نغدي مرسته د نړیوال خوراکي پروګرام او د بیړني بشري پاملرنې سازمان په همکارۍ د کنګ او چخانسور ولسوالیو کې ۱۹۱۱ اړمنو او بې کوره کورنیو ته وویشل شوه.
هغه زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوې او دا مرسته به په دوره یي ډول دوام وکړي ترڅو په زیان منونکو کورنیو باندې اقتصادي فشار کم کړي او د معیشت ستونزو په وړاندې د دوی مقاومت پیاوړی کړي.