افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، د عقرب ۱۱) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د وزارت وزیر مولوي عطاء الله عمري د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.
د سفر په جریان کې، د کرنې وزیر د ختیځو ولایتونو د سیمه ییزو چارواکو او اوسیدونکو په ګډون په یوه لویه عامه غونډه کې ګډون وکړ او وینا یې وکړه.
ښاغلي عمري د هېواد د ملي پلازمینې په توګه د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې وزارت هڅه کوي چې د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې لپاره له ټولو شته سرچینو څخه کار واخلي.
د کرنې وزارت وايي چې په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې په ځنګلي سیمو کې د ځنګلونو د اغیزمنې ساتنې لپاره ځانګړي ځنګل ساتونکي وګمارل شي.