افغان غږ خبری آژانس - کابل: د راپورونو له مخې، مولوي متقي په دې خبرو کې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت ډیپلوماسۍ، متقابل درناوي او له ګاونډیانو سره مثبت تعامل ته اهمیت ورکوي. هغه زیاته کړه چې د ازبکستان په ګډون د سیمې له هیوادونو سره رغنده اړیکې د ثبات، اقتصادي همکارۍ او سیمه ییز تفاهم لپاره د افغانستان د ملاتړ نښه ده.
بختیار سعیدوف د افغانستان د رغنده دریځونو هرکلی وکړ، ټینګار یې وکړ چې د هر ډول مداخلې پر ځای باید په سیمه کې د تفاهم، اقتصادي همکارۍ او متقابل باور فضا پیاوړې شي.
دا ټیلیفوني اړیکه د سیاسي، اقتصادي او سیمه ییزو اړیکو د پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو د هڅو په دوام کې وشوه او په مرکزي آسیا کې د دوامداره او متوازن همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د ګډ هوډ ښکارندویي کوي.