افغان غږ خبری آژانس - هرات: دا مراسم د قول اردو قوماندان مولوي نصرالله موتي، د ملي دفاع وزارت د پلاوي او یو شمیر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې ترسره شول.
د مراسمو ویناوالو فارغینو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې زده کړې د سرحدونو د دفاع، د ځمکنۍ بشپړتیا ساتلو او د هیواد د امنیت د ډاډمنولو لپاره وکاروي.
پوځي چارواکو ټینګار وکړ چې ژمنتیا، تقوا، نظم او د اسلام لپاره صادقانه خدمت باید د هر نظامي پرسونل د کار اساس وي او روزل شوي ځوانان باید په ساحه کې خپلې دندې د ایمان او بشپړ مسؤلیت په روحیه ترسره کړي.
فارغینو د خپلو پوځي مهارتونو او روزنې په ښودلو سره مراسمو ته دوام ورکړ، چې د ګډونوالو لخوا یې تود هرکلی وشو.
مراسم د تصدیق پاڼو په ویشلو او د اختتامیې دعا په لوستلو سره پای ته ورسیدل.