افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي چې د سمنګان ولایت په نخچیر سیمه کې د سهار شاوخوا ۱:۰۰ بجې سخته زلزله وشوه چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال ټپیان او یو شمېر شهیدان شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه پورې ۲۶۰ تنه ټپیان او له لسو څخه زیات شهیدان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ژغورنې ټیمونه لاهم په سیمه کې کار کوي او په احصایو کې د بدلون امکان شته.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان زیاتوي چې طبي ټیمونه سیمې ته رسیدلي او د رهبر په امر، ټول نږدې روغتونونه د بیړني حالت په حالت کې اعلان شوي دي.
د جرمني د جیولوژیکي سروې له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، زلزله د هندوکش غرنۍ سیمه کې د ۱۰ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته شوه.