دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۴ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 334546
اروپايي ټولنه او جاپان د افغانستان په شمال کې د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي څرګند کړ
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي او په کابل کې د جاپان سفارت د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او جاپان ویلي چې وضعیت څاري او د زیانمنو شویو خلکو ملاتړ ته چمتو دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي نن (دوشنبه، د عقرب ۱۲مه) یوه اعلامیه خپره کړه چې وايي: "اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره ولاړه ده."

د اروپايي ټولنې پلاوي زیاته کړه چې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو څانګه د هوايي ارزونې لپاره په ساحه کې ده.

په کابل کې د جاپان سفارت په یوه بیان کې د هیواد په شمال کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

سفارت ویلي چې جاپان وضعیت څاري او د زیانمنو شویو خلکو ملاتړ ته چمتو دی.

تېره شپه د ۶.۳ درجې زلزلې د افغانستان په شمال کې د بلخ او سمنګان ولایتونه ولړزول.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په زلزله کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۲۰ نور ټپیان شوي دي.
https://avapress.net/vdcayynei49nem1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته