افغان غږ خبری آژانس: د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان دفتر په خپل ایکس پاڼه کې اعلان وکړ چې د سازمان ټیمونه اوس مهال په ساحه کې دي او د بیړنیو اړتیاوو د حل لپاره د سیمه ایزو چارواکو سره کار کوي.
زلزله، چې د ریکټر په کچه ۶.۳ وه، تیره شپه شاوخوا ۱:۰۰ بجې د افغانستان شمالي ولایتونه ولړزول. د زلزلې مرکز د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې د ۱۰ کیلومتره ژوروالي کې ثبت شوی.
دې پیښې په سمنګان کې تر ټولو ډیر تلفات رامنځته کړل. د عامې روغتیا وزارت په سمنګان او بلخ کې د زلزلې د تلفاتو لومړني احصایې اعلان کړې چې لږترلږه ۲۰ شهیدان او ۳۲۰ ټپیان دي.