افغان غږ خبری آژانس: د برېښنا شرکت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، د عقرب ۱۲مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې له تاجکستان څخه د ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا مزي په نښلولو سره، په کندوز، تخار او د بغلان ولایتونو په ډېرو برخو کې برېښنا بېرته ورغوله شوې ده.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د برېښنا تخنیکي ټیمونه لاهم په سیمه کې دي چې د شبکې د ثبات په اړه څېړنه کوي او ډاډ ورکوي.
د یادونې وړ ده چې د تېرې شپې د هېواد په شمال کې د سختې او مرګونې زلزلې وروسته، له ازبکستان او تاجکستان څخه وارد شوې برېښنا هم پرې شوه. برېښنا شرکت دا هم اعلان وکړ چې د شرکت تخنیکي ټیمونه له ازبکستان څخه وارد شوې برېښنا هم بیا وصل کوي.