افغان غږ خبری آژانس - هرات: د دې ادارې مشر سید حفیظ الله عاصم وايي چې په لومړي پړاو کې به دا زیرمې د یو زره ټنه ډیزل او پټرول ذخیره کولو ظرفیت ولري، او په راتلونکي کې به یې ظرفیت څو چنده زیات شي.
د ښاغلي عاصم په وینا، د دې تاسیساتو جوړول به په هرات کې د پټرولیم محصولاتو د لیږد او ذخیره کولو پروسه ښه کړي او فابریکو، موټرو او ښاریانو ته به د تیلو په وخت رسولو ته لاره هواره کړي.
دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې په تیره اونۍ کې شاوخوا ۲۰ د تیلو واګونونه د خواف-هرات ریل پټلۍ له لارې هیواد ته داخل شوي دي، او تمه کیږي چې په راتلونکو ورځو کې ۱۸۰ نور واګونونه هم هرات ته ورسیږي.
د هرات یو شمیر اوسیدونکو د پټلۍ له لارې د تیلو د وارداتو د پیل هرکلی کړی دی. دوی وايي چې دا پروسه کولی شي د تیلو د بیو په کمولو، د ذخیرې په مخنیوي او د بازار د اړتیاوو په ښه پوره کولو کې اغیزمن رول ولوبوي.
په هرات کې ځینې سوداګر هم د خواف-هرات ریل پټلۍ کارول د ترانسپورت لګښتونو کمولو او د تیلو په وارداتو کې د شفافیت زیاتولو لپاره یو مهم ګام ګڼي.