افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او ورسره ملګري پلاوي د صدري ابن سینا روغتون کې د روغتیايي خدماتو د جریان څارنه وکړه.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال د دې څارنې په جریان کې روغتیايي کارمندانو ته اړینې لارښوونې وکړې چې د ناروغانو د روغتیايي ستونزو د حل او په دې روغتون کې د روغتیايي خدماتو د کیفیت د ښه کولو لپاره ډیرې هڅې وکړي.
مولوي عبدالولي حقاني وویل چې هر روغتیايي کارکوونکی مکلف دی چې د خپلې ایمان او وجدان دنده په غوره ممکنه توګه ترسره کړي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو مرستیال په روغتیايي کارمندانو غږ وکړ چې خپلې دندې په بشپړ صداقت سره ترسره کړي.
مولوي عبدالولي حقاني د ناروغانو او اړوندو مراجعینو سره هم ولیدل او د هغوی د شکایتونو او رضایت کچې په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.