افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د هیواد په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د تیرې شپې د زلزلې له امله خلکو ته مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د مړو لپاره یې د جنت او د ټپیانو لپاره د ژر تر ژره روغتیا دعا وکړه.
په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې د دې طبیعي پیښې وروسته، ځینې تاریخي ځایونو ته، په بلخ ولایت کې د زیارت او د سمنګان ولایت د جهان نما باغ په ګډون، هم لږ زیان رسیدلی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټینګار کړی چې د تاریخي اثارو ساتنه او بیارغونه د وزارت له مهمو دندو څخه ده او ډېر ژر به اړونده تخنیکي ټیم سیمې ته واستول شي ترڅو زیانونه په دقت سره وارزوي او د بیارغونې پروسه پیل کړي.