افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، د عقرب ۱۳مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د دې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د چرس د تولید او بسته بندۍ یوه لویه فابریکه کشف او ویجاړه کړې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له دې فابریکې څخه ۱۲ کیلوګرامه خام چرس او د چرس جوړولو لپاره پنځه نورې کڅوړې ترلاسه شوي دي.
په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ څخه درې روږدي کسان راټول کړل او د درملنې لپاره یې اړوندو روغتونونو ته انتقال کړل.