افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، د عقرب ۱۳مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې په ارزګان ولایت کې د ۳۰۰۰ څخه زیاتو مستحقو بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې ویشلو پروسه پیل شوې ده.
د دې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا پروسه به د ارزګان د کرنې د ریاست تر څارنې لاندې پلي شي او د پلان له مخې به هر بزګر ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه، تور سرې او سپین سرې (یوریا) وویشل شي.
د ارزګان د کرنې رئیس مولوي عطاء الله رشید وویل چې دا مرسته د بزګرانو د حاصلاتو د زیاتوالي، د کرنیزو فعالیتونو د ودې او په ارزګان ولایت کې د کرنې سکتور د پیاوړتیا په هدف پلي شوې ده.
بزګرانو د دې پروګرام د پلي کیدو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به د دوی د غنمو حاصلات د پام وړ لوړ شي.