افغان غږ خبری آژانس: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي چې د هوا پېژندنې وړاندوینو پر بنسټ، پدې موده کې نسبتا درنو بارانونو ممکن د سیندونو د اوبو کچه لوړه کړي او د سیلابونو لامل شي.
د دې خبرتیا پر بنسټ، د پروان، پنجشیر، کاپیسا، لغمان، کنړ، نورستان، بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونه تر ټولو ډیر له خطر سره مخ دي.
وزارت د سیندونو لاندې سیمو له اوسیدونکو څخه غوښتي چې د سیلابونو یا د اوبو د کچې د لوړیدو پر مهال د سیندونو غاړو ته له نږدې کیدو څخه ډډه وکړي او خپل خوندیتوب ته پاملرنه وکړي. د پورته او ښکته سیمو اوسیدونکو ته هم سپارښتنه شوې ده چې د سیلاب یا د اوبو د کچې د لوړیدو په صورت کې د اوبو لاندې سیمو ته ژر تر ژره خبر ورکړي ترڅو د احتمالي زیان مخه ونیول شي.
وزارت خبرداری ورکړی چې د سیلابونو او د سیندونو د کچې د لوړیدو احتمال کولی شي د خلکو ورځني تګ راتګ او فعالیتونه ګډوډ کړي، او ټینګار یې کړی چې د هوا پېژندنې مشورو ته پاملرنه او د پورته او ښکته سیمو خلکو ترمنځ همغږي خورا مهمه ده.