افغان غږ خبری آژانس - کابل: په اندونیزیا کې د اسلامي امارت د سفارت مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې په جاکارتا کې د افغانستان شارژدافیر مولوي سعدالله بلوچ په هغه پروګرام کې ګډون وکړ، چې د نړیوالو زده کونکو لپاره د تعلیمي فرصتونو معرفي کولو او د اندونیزیا په پوهنتونونو کې د بورسونو د ترلاسه کولو پروسې تشریح کولو لپاره پیل شوی و.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د اندونیزیا د مختلفو پوهنتونونو استازو د اکاډمیک شرایطو، د داخلې معیارونو، او د بهرنیو زده کونکو لپاره د تعلیمي او هوساینې اسانتیاوو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
د پوهنتون استازو هم د هیواد په پوهنتونونو کې د افغان زده کونکو له شتون او فعالیت څخه رضایت څرګند کړ، د دوی د اکاډمیک وړتیا، نظم او استقامت ستاینه یې وکړه.
اندونیزیا په وروستیو کلونو کې د افغان زده کونکو لپاره د بورسونو یو مهم ځای و.
د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې، سلګونه افغان زده کوونکي د اندونیزیا په مختلفو پوهنتونونو کې د اسلامي علومو، انجینرۍ، اقتصاد او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې زده کړې کوي.
د دولتي سکالرشپ پروګرامونو سربیره، اندونیزیا هر کال د خصوصي پوهنتونونو له لارې د بهرنیو زده کونکو لپاره ځانګړي تعلیمي پروګرامونه هم وړاندې کوي.