افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي چې د وزارت د خپرونو د چارو مرستیال د بلبورډونو او د خبرتیا تختو د اصلاحاتو کمیسیون د کابل په څلورمه ناحیه کې د تیمني پروژې په څلورم او پنځم سړکونو کې د بلبورډونو او د خبرتیا تختو معاینه او څارنه کړې ده.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د پروګرام په پیل کې، د کلتوري چارو مشر او د کمیسیون غړی قاري ولي ګل جواد د پورته ذکر شوې سیمې اهمیت او د بلبورډونو او د خبرتیا تختو د ترمیم او څارنې څرنګوالي په اړه له رسنیو، سوداګرو او ښاریانو سره خبرې وکړې.
په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې د نښو او اعلانونو د اصلاحاتو کمیسیون د طرزالعمل معیارونه په تفصیل سره په مختلفو سکتورونو کې دوکاندارانو سره شریک شوي ترڅو دوی وکولی شي د هغې په رڼا کې خپل نښې او اعلانونه تنظیم کړي.
همدارنګه، د غیر معیاري نښو او اعلانونو لپاره، د کمیسیون مسلکي غړو د هیواد په ملي ژبو او اصلاحاتو وړاندیزونو کې بدیلونه چمتو کړي دي.
مطبوعاتي اعلامیه زیاتوي چې په یاد شوي سیمه کې کسبګرو او سوداګرو د دې کمیسیون د فعالیتونو ستاینه کړې او دا یې د ملي ژبو او کلتوري ارزښتونو د پیاوړتیا او ساتنې په لور یو مهم ګام بللی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټینګار کړی چې په دې سیمه ایز پروګرام کې، له ۱۸۰ څخه ډیر نښې او اعلانونه معاینه او څارنه شوې ده.