افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د لوګر، پنجشیر او بادغیس ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو چارواکو یو شمیر درملتونونه او د خوراکي توکو پلورنځي، د روغتیا او ښکلا توکي څارلي دي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دې تفتیشونو په پایله کې، په لوګر ولایت کې دوه درملتونونه د روغتیا قوانینو د سرغړونې له امله تړل شوي دي.
همدارنګه، په پنجشیر ولایت کې د درملو ۲۰ توکي، د خوړو ۱۶ توکي او د بادغیس ولایت کې د بې کیفیته او تاریخ تېر حفظ الصحې او ښکلا ۱۲ توکي راټول شوي او د تصفیې لپاره مرکزي ګودام ته لیږدول شوي دي.