دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 334872
په کابل کې د کوتل خیرخانې سړک د دوهمې برخې د ښي لین د دریمې طبقې د اسفالټ اچولو کار پیل شوی دی
کابل ښاروالۍ وايي چې په کابل کې د کوتل خیرخانې سړک د دوهمې برخې د ښي لین د دریمې طبقې (وروستۍ طبقې) د اسفالټ اچولو کار پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي چې د کوتل خیرخانې سړک د دوهمې برخې د ښي لین د دریمې طبقې (وروستۍ طبقې) د اسفالټ اچولو کار پیل شوی دی.

د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې په لنډ ممکن وخت کې د دې سړک د اسفالټ اچولو کار بشپړ کړي او د ترافیکو پر مخ یې پرانیزي.

د کابل ښاروالۍ زیاته کړه چې د دې اونۍ د شنبې په ورځ، د دې برخې د کیڼ لین د دریمې طبقې د اسفالټ اچولو کار بشپړ شو او سړک د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو، چې د ښاریانو لخوا یې په پراخه کچه هرکلی وشو.

خبرپاڼه زیاتوي چې د کوتل خیرخانې سړک دویمه برخه د سرکوتل څخه د بوستان سړک ته غځېدلې ده او په دوو لینونو کې د ۲۵۲۰ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په ټولیز پلنوالي سره ډیزاین شوې ده.

د کابل د یوې مهمې ټرانزیټ لویې لارې په توګه، پدې لاره کې د بندونو، پیاده روونو، د رڼا سیسټم، د ګلانو ګلدانونو او د معیاري سړک نور جزئیات شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې بشپړیدل به د هیوادوالو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او د کوتل خیرخانې سړک باندې د ترافیکو ګڼه ګوڼه به له منځه یوسي.
https://avapress.net/vdccm0q1i2bq148.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته