دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 334888
د وزن پورته کولو ملي لوبډله د اسلامي پیوستون لوبو کې د ګډون لپاره ریاض ته لاړه
د اولمپیک، فزیکي زده کړې او سپورت عمومي ریاست اعلان وکړ چې د افغانستان د وزن پورته کولو ملي فدراسیون شپږ کسیزه ملي لوبډله (څلور لوبغاړي او دوه روزونکي) د اسلامي پیوستون شپږمې لوبې کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان ریاض ته تللې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اولمپیک، فزیکي زده کړې او سپورت عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د افغانستان د وزن پورته کولو ملي فدراسیون شپږ کسیزه ملي لوبډله (څلور لوبغاړي او دوه روزونکي) د هیواد د سپورت څانګې سره په همکارۍ د سعودي عربستان ریاض ته تللې ده ترڅو په شپږمه اسلامي پیوستون لوبو کې برخه واخلي.

د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، شفیق جان سخي زاده په ۷۱ کیلوګرام وزن کې، مجیب سلطاني په ۷۹ کیلوګرام وزن کې، زبیر نظري په ۸۸ کیلوګرام وزن کې او فضل کریم ترکمن په ۱۱۰+ کیلوګرام وزن کې به سیالي وکړي.

په مطبوعاتي اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې عبدالله دوست به هم په دې ټورنمنټ کې د روزونکي په توګه او اکرم نادري به د مرستیال روزونکي په توګه برخه واخلي.
https://avapress.net/vdcjoxetouqetoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته