دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۴ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 334906
د اسلامي امارت مذاکراتي پلاوی نن له پاکستان سره د خبرو اترو لپاره ترکیې ته ځي
د اسلامي امارت عمومي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي چې د اسلامي امارت مذاکراتي پلاوی نن (چهارشنبه، د عقرب ۱۴مه) له پاکستان سره د خبرو اترو لپاره ترکیې ته سفر کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت عمومي ویاند دا څرګندونې د ملي دولتي تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو به سبا (پنجشنبه، د عقرب ۱۵مه) په ترکیه کې پیل شي.

د افغان پلاوي مشري به د استخباراتو عمومي مشر ملا عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري به د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) مشر عاصم ملک کوي.

پخوا، د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ خبرې اترې کومې پایلې ته نه وې رسیدلي.
https://avapress.net/vdcawynei49neo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته