افغان غږ خبری آژانس - کابل: دا مرسته د روغتیا نړیوال سازمان لخوا شوې او د کوویډ-۱۹، شري، سینه بغل تشخیصي کټونه او د IEHK مختلف کټونه پکې شامل دي.
د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي اعلامیه زیاته کړه چې دا کټونه به د ناروغانو د دقیق تشخیص، اغیزمنې درملنې او د خلکو د بیړنیو روغتیایی اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکارول شي.