دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۴ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 334921
په کندوز کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار پیل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان وکړ چې د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د راستنیدونکو کډوالو په ښارګوټي کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار پیل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پرانیستې په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، د هغه ملګري پلاوي، د کندوز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي اسدالله حامد، دیني عالمانو، سپین پوستو کارګرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

پدې شبکه کې د ۱۲۰ مترو ژور څاه کیندل، د ۲۰ مترو مکعب ظرفیت لرونکي د اوبو زیرمه جوړول او د ۲۲ لمریزو تختو نصب کول شامل دي. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي چې د پروژې د پلي کولو په جریان کې به لسګونه کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي.

همدارنګه، د دې شبکې په بشپړیدو سره، په یاد شوي ښارګوټي کې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مخکې له دې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د اوبو رسولو د څو شبکو د جوړولو د پیل اعلان کړی و.
https://avapress.net/vdchiknxz23nxwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته