د هیواد د اولمپیک، فزیکي زده کړې او سپورت عمومي ریاست اعلان وکړ چې د ظرفیت لوړولو او د بایسکل ځغلولو سیالیو د قوانینو سره د بلدتیا په اړه د سیمینار لومړی پړاو په رسمي ډول د ۱۰۰ لوبغاړو په ګډون سره د ملي اولمپیک کمیټې د کنفرانسونو په تالار کې د دوو ورځو لپاره پیل شوی دی.









