افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه، د عقرب ۱۴مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې په کې ویل شوي چې په دې پروژو کې د استنادي دیوالونو، کوچنیو بندونو، پلچکونو او پلونو جوړول شامل دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت زیاته کړه چې د دې پروژو د کار په جریان کې به لسګونو کارګرانو ته د کار فرصتونه برابر شي.
د وزارت په وینا، د دې پروژو په بشپړیدو سره به د ارزګان ولایت او د دغه ولایت د خاص ولسوالۍ د اوسیدونکو د چاپیریال ستونزې په اړوندو سکتورونو کې حل شي.
دا په داسې وخت کې راځي چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د پرمختیایي پروژو پلي کول د اسلامي امارت د بودیجې څخه زیات شوي دي.