افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه، د عقرب ۱۴مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې په تیرو ۳۰ ورځو کې، د افغان سرې میاشتې روغتیايي کارمندانو د سرپل ولایت په مختلفو ولسوالیو او کلیو کې ۱۸۵۵ ناروغانو ته د درملو معاینه او ویش، د زخمونو پوښل، واکسین کول، د خوارځواکۍ درملنه، د زیږون دمخه او وروسته اړین روغتیایی مشورې او د کورنۍ پلان جوړونه وړاندې کړې ده.
سربیره پردې، ۱۶۰۶ نورو ناروغانو ته اړین روغتیایی مشورې ورکړل شوې دي.
مخکې لدې، د افغان سرې میاشتې ټولنې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د خلکو لپاره د وړیا روغتیایی خدماتو چمتو کولو اعلان کړی و.