افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ښاروالۍ ویاند محمد ناصر ارمل وویل چې دا پل ۱۱۸ متره اوږد او ۱۶.۵ متره پلن دی او د ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د ۵۰ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت جوړیږي.
هغه زیاته کړه چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به د خلکو تګ راتګ اسانه شي او د ترافیکي پیښو مخه به ونیول شي.
د تابش ساختماني شرکت مشر نظام الدین رسولي هم وویل چې د دې پل ډیزاین د ښاروالۍ انجینرانو لخوا ترسره شوی او عملي کار به یې د نهو میاشتو په اوږدو کې د نړیوالو معیارونو سره سم بشپړ شي.
د جبریل سیمې اوسیدونکو د دې پروژې د پیل په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دې پل په جوړولو سره به د دوی د تګ راتګ ستونزې کمې شي او د دوی ورځنی ژوند به ښه شي.
د هرات ښاروالۍ اعلان کړی چې د روان مالي کال لپاره یې ۷۷ پراختیایي پروژې پلان کړې دي، چې له دې ډلې یې ۱۵ تر اوسه بشپړې شوې دي او په ۵۰ نورو پروژو کار لا هم روان دی.