کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د عاشورا پر مراسمو کې ځان مرګی برید وشو

افغان غږ آژانس(آوا) , 15 قوس 1390 ساعت 14:05

دا چاودنه، چې د عینې شاهدانو په وینا یوه ځان وژونکې حمله وه په کې د عاشورا په مراسمو کې شامل خلک په نښه شوي دي.


د کابل په مراد خانۍ سیمه کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دا چاودنه، چې د عینې شاهدانو په وینا یوه ځان وژونکې حمله وه په کې د عاشورا په مراسمو کې شامل خلک په نښه شوي دي.

په دې سیمه کې د ابوالفضل زیارت هم موجود دې، چې هر کالې په کې د عاشورا مراسم پر ځای کیږي.

​​د عیني شاهدانو په حواله وایي، چې په دې چاودنه کې له لسو زیات کسان مړه او ژوبل شوي دي.

د خبر له مخې سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوې او امنیتي ځواکونه او خلک د مړو او ټپیانو په لیږدولو بوخت دي او همدارنګه نن د مزارشریف ښار کې هم ځان مرګۍ برید شوی.


د مطلب کود: 33520

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/33520/کابل-کې-د-عاشورا-پر-مراسمو-ځان-مرګی-برید-وشو

آوا
  https://www.avapress.com