دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 33536
کرزي او میرکل د کابل او مزارشریف بریدونه وغندل
ولسمشر حامد کرزي د جرمني له صدر اعظمې انګیلا میر کل څخه مننه وکړه او د قربانیانو کورنیو ته یي د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
تاند - افغان ولسمشر حامد کرزي د جرمني له صدر اعظمې انګیلا میرکل سره یوځای په جرمني کې د کابل او مزار شریف د نننۍ حملو د قربانیانو په اړه ژوره خواشینې څرګنده کړه.

ولسمشر حامد کرزي د جرمني له صدر اعظمې انګیلا میر کل څخه مننه وکړه او د قربانیانو کورنیو ته یي د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

(له تاسو ډیره مننه چې هڅونکې خبرې مو وکړې او د کابل او مزارشریف د حملې په اړه خو خپل خفګان څرګند کړ.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې په داسې مهمه ورځ کې داسې وحشیانه پیښه کیږي.

موږ هغو کسانو ته د عاجلې شفا غوښتونکي یو، چې په دې حملو کې ټپيان شوي او هغو کسانو ته د صبر غوښتونکي یو چې خپل خپلوان یې له لاسه ورکړي.)

په کابل ،مزارشریف او کندهار کې دغه حملې په داسې حال کې کیږي چې په ټول هېواد کې نن د عاشورا مراسم روان دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-mnx.23nxxdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته