دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 33693
کرزی:د فساد پر ضد مبارزه اوس اغیزمنه نه ده
ولسمشر حامد کرزي د اداري فساد سره د مبارزې د نړېوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل، چې په افغانستان کې قانون یوازې د دولتي مامورینو او افغانانو له خوا تر پښو نه لاندې کیږي بلکې بهرنیان هم ګرم دي.
افغان ولسمشر وايي، په هېواد کې د اداري فساد پر ضد مبارزه ځکه اغېزمنه نه ده، چې اوس هم قانون تر پښو لاندې کیږي.

ولسمشر حامد کرزي د اداري فساد سره د مبارزې د نړېوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل، چې په افغانستان کې قانون یوازې د دولتي مامورینو او افغانانو له خوا تر پښو نه لاندې کیږي بلکې بهرنیان هم ګرم دي.

“ قانون نه عملي کول دي، مافیت دی، زور او زور ښوول دي هم په هېواد کې دننه او هم د بهرنیانو له خوا دي او په هر خراب کار پسې واسطه راځي.”

ولسمشر کرزي همدا رنګه یو ځل بیا شخصي امنیتي کمپنیو او له دولت سره موازې ادارو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د اداري فساد په ډیرېدو کې یي مرسته کړې ده.

ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbf0bf.rhbf9p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته