دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 33777
افغانستان،ترکمنستان، هندوستان او پاکستان به یو نوې تړون لاسلیک کړي
افغان ولسمشر ویلي، چې دا تړون به نه یوازې د اقتصاد په وده کې مرسته وکړي، بلکه د دې څلورو هېوادونو په امن او ثبات هم مثبت اغیز ولري.
افغان حکومت وایي، چې افغانستان، ترکمنستان، هندوستان او پاکستان به د ګازو د پیرودلو په برخه کې یو نوې تړون لاسلیک کړي.

د ولسمشر کرزي د رسنیو له دفتره په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغان دولت له دې تړون سره خپله موافقه پرون د ولسمشر کرزي او د ترکمستان د تیلو او ګازو د وزیر منځ په لیدنه کې وکړه.

افغان ولسمشر ویلي، چې دا تړون به نه یوازې د اقتصاد په وده کې مرسته وکړي، بلکه د دې څلورو هېوادونو په امن او ثبات هم مثبت اغیز ولري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceff8x.jh8xfi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته