افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې، د لوږې د له منځه وړلو نړیوال سازمان دفتر، د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همکارۍ، د ولسوالۍ په ۴۴۵ بزګرانو ته د کرنیزو مرستو د ویش پروسه پلي کړې ده.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې پروګرام کې، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي تخمونه، ۵۰ کیلوګرامه تور سرې، ۵۰ کیلوګرامه سپین سرې او نغدي پیسې وویشل شوې.
په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې د وېش پروسه د کشنده ولسوالۍ د کرنیزو خدماتو عمومي رییس ملا سمیع الحق عمار او د دې ولسوالۍ د غلې او لوبیا د پراختیا رییس حبیب الله حبیبي تر څارنې لاندې په منظم او شفاف ډول ترسره شوه.
د یادونې وړ ده چې د دې پروګرام هدف د بزګرانو ملاتړ، د سیمه ییزې کرنې پیاوړتیا او په راتلونکي کرنیز فصل کې د غلو دانو حاصلات زیاتول دي.