افغان غږ خبری آژانس - کابل: یونیسف په اکس کې په یوه پوسټ کې لیکلي: "ماشومان نه دي او هیڅکله باید [پوځي] هدف نه وي. دوی باید تل له زیان څخه خوندي وي."
اسلامي امارت اعلان وکړ چې د دوشنبې په شپه د پاکستان په هوایي برید کې په خوست ولایت کې نهه ماشومان او یوه ښځه شهیدان شوي او په کونړ او پکتیکا کې څلور کسان ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم ویلي چې په دې بریدونو کې په خوست او کونړ کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
یوناما زیاته کړه چې ډیری قربانیان ماشومان وو.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د رژیم پوځ د دې بریدونو مسؤلیت نه دی منلی.