دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ قوس ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 338278
په کاپیسا او خوست کې ۶۵۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي مرستو ویش
د افغان سرې میاشتې ټولنې په کاپیسا کې ۳۵۰ اړمنو کورنیو او په خوست کې ۳۰۰ راستنیدونکو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي مرستو کڅوړې وویشل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر نن اعلان وکړ چې د کاپیسا ولایت په محمود راقي ښار او نجراب ولسوالۍ کې ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي مرستو ۹ توکي ویشل شوي دي.

په کاپیسا کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو ګرامه اوړه، ۱۰ کیلو ګرامه وريجې، ۲ لیتره غوړي، ۵ کیلو ګرامه بوره، ۲ کیلو ګرامه مکھن، ۵ کیلو مکروني، ۵ د کالو مینځلو صابون، د کالو مینځلو شیمپو یو بوتل او د حفظ الصحې کڅوړه ورکړل شوه.

په ورته وخت کې، د خوست ولایت په ګرباز او علیشیر ولسوالیو کې ۳۰۰ راستنیدونکو کورنیو ته ۲۸.۸ ټنه خواړه وویشل شول.

په خوست کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۲۰ کیلوګرامه وريجې، ۲ لیتره غوړي، ۵ کیلوګرامه بوره، ۲ کیلوګرامه نخود، ۲ کیلوګرامه مستې، ۱۰ کیلوګرامه مکروني او ۵ کیلوګرامه خرما ورکړل شوې.

د سرې میاشتې چارواکو وویل چې دا مرسته به تر ډیره حده د کورنیو اساسي او بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

په کاپیسا کې ویش د ځایی چارواکو په شتون او د کډوالو چارو وزارت په همکارۍ ترسره شو.
https://avapress.net/vdcgu79w7ak9wx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته