افغان غږ خبری آژانس: سیمه ییزو سرچینو نن سهار (پنجشنبه، د قوس ۶مه) د اسراییل رژیم لخوا د اوربند د بیا سرغړونې او په غزه باندې د وحشیانه بریدونو راپور ورکړ.
المیادین شبکې په دې اړه راپور ورکړ چې د اشغالګر رژیم جنګي الوتکو د غزې په جنوب کې د رفح په ښار باندې درنې هوايي حملې وکړې.
د غزې په تړانګه کې المیادین نیوز هم وویل چې شاوخوا یو ساعت دمخه، د غزې په جنوب کې د خان یونس ښار په ختیځ او د دې پټۍ په مرکز کې د غزې ښار په ختیځ کې د اسراییلو هوايي حملې بیا پیل شوې.