افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه د نهمې سرحدي لوا د اطلاعاتو او خپرونو مشر جګړن ملا محمد صادق قتیبه اعلان وکړ چې د لوا ځواکونو په بشپړ هوښیارۍ او ژمنتیا سره تر اوسه پورې ۵۷۴ تنه اتباع د قاچاق وړونکو له جال څخه ژغورلي او ۱۳ قاچاق وړونکي یې عدالت ته راکاږلي دي.
هغه زیاته کړه چې د لوا ټول دفاعي او کشفي ځواکونه په دنده بوخت دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د انساني قاچاق لپاره د افغانستان له خاورې څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
قطیبه ټینګار وکړ: "د نهمې سرحدي لوا ځواکونه په خپلو دندو بوخت دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې قاچاق وکړي."
له بلې خوا، د فراه ولایت یو شمیر اوسیدونکو د انساني قاچاق مخنیوي او د وسایطو او وسلو د ترمیم په برخه کې د نهمې سرحدي لوا د فعالیتونو ستاینه وکړه، او د افغانستان د خزانې، هیواد او خاورې د ساتنې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
سږکال، د دې لوا د سرحدي کنډکونو چارواکو د پولې ته نږدې سیمو د اوسیدونکو لپاره د عامه پوهاوي ګڼ شمیر پروګرامونه هم تنظیم کړي دي ترڅو د انساني قاچاق د خطرونو او ترخو پایلو په اړه عامه پوهاوی زیات کړي.