افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بریښنا شرکت مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه، د قوس ٦) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي چې د ۵۰۰ کیلو ولټه ازبکستان لیږد لین، د ۵۰۰ کیلو ولټه ترکمنستان لین سره یوځای، د ۵۰۰ کیلو ولټه سورخان-دشت-الوان د لیږد لین د جوړولو پروژې برخه ده، چې کار یې په چټکۍ سره روان دی.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د پروژې توپوګرافي او د سړک نقشه په بشپړه توګه (۱۰۰ سلنه) بشپړه شوې او د پروژې ډیزاین هم په چټکۍ سره روان دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا پروژه د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد ظرفیت لري او د بشپړېدو سره به یې له یو ملیون څخه زیاتو پیرودونکو ته د باور وړ او دوامداره برېښنا چمتو شي.